پروان پوهنتون کې د وینا فن یو ورځنی سمینار تر سره شو

Publications
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۴۰
خبر

پروان پوهنتون کې د وینا فن یو ورځنی سمینار تر سره شو

د پروان پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د محصلانو لپاره د وینا فن په اړه تر «د وینا فن، د شخصیت ظهور» نامه لاندې یو ورځنی سیمنیار تر سره شو. په پیل کې د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امر شاه محمد بشیر د سمینار د مېلمه په توګه پرانېستونکې وینا وکړه او د وینا فن پر مهارت او ګټو یې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې محصلین په ځانګړي ډول د ادبیاتو محصلین باید په دې برخه کې خاص مهارت ولري.

ورپسې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد او د فرهنګي کمېټې رئیس د موضوع په تړاو سمینار وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې د وینا د فن په وسیله د ځوانانو پټې وړتیاوې را څرګندېږي او په ټولنه کې یې د ټولنیز اغېز سبب ګرځي. د سمینار په پای کې اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او په دعایه سره پای ته ورسېد.

 د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنې پر بنسټ د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د ژورنالېزم او ادبیاتو پوهنځي د محصلانو لپاره د وینا یا خطابې فن په تړاو ځانګړي یو ورځیني سمینارونه ورکړل شوي چې مثبتې پایلې لري.

د پروان پوهنتون د خپرونو دفتر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۴۰
Background image

پروان پوهنتون کې د وینا فن یو ورځنی سمینار تر سره شو

پروان پوهنتون کې د وینا فن یو ورځنی سمینار تر سره شو

د پروان پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د محصلانو لپاره د وینا فن په اړه تر «د وینا فن، د شخصیت ظهور» نامه لاندې یو ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۳:۵۳
Background image

پروان پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

پروان پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

دغوایي ـ ۴مه

 پروان ولایت پوهنتون ریاست کې د اتو پوهنځیو او د ۸ لوبډلو په شمول نن د محصلینو همغږۍ او د همکارۍ جام تر عنوان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت ځانګړې رهبري شورا ناسته د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس څنډه کې، په کندهار پوهنتون کې ترسره شوه

https://www.facebook.com/share/p/18Mqtk7BvS/

د لوړو زده کړو وزارت ځانګړې رهبري شورا ناسته د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس څنډه کې، په کندهار پوهنتون کې ترسره شوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

BACK TO NEWS