پروان کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ ګڼې فرمان په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې

Publications
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۹
خبر

پروان کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ ګڼې فرمان په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې

پروان ولایت کې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د پروان پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ ګڼې فرمان د رسالې په اړه له ۷۰۰ تنو محصلینو څخه د اخیستل شوې ازموینې پایلې نن د یاد ولایت د والي الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور، د بېلابېلو ادارو د رئیسانو، د پوهنتون د استادانو او محصلینو په حضور کې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه‌الله د کنفرانسونو په تالار کې اعلان شوې، چې په ترڅ کې ممتاز محصلین وستایل شول.

د غونډې په پیل کې د پروان پوهنتون رئیس، دوکتور محمدعزیز کاظم، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي نظام د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې.نوموړي وویل، د پروان پوهنتون رهبري هڅه کوي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله ټول فرمانونه د ټولنې او محصلینو لپاره په سمه توګه وړاندې کړي.

ورته مهال، د پروان والي الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې هېواد په تېرو لسیزو کې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوی و، خو اوس د ویاړ ځای دی چې د یوه اسلامي نظام تر چتر او د یوه قیادت تر مشرۍ لاندې ژوند کوو.نوموړي د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ټولو فرمانونو یادونه وکړه او هغه یې د دیني شریعت مطابق او د ټولنې د اصلاح لپاره ګټور وبلل.

همدارنګه د پروان د استخباراتو رئیس مولوي فتح‌الله مدني د نظام له خوا د محصلینو او ځوانانو لپاره د برابر شویو فرصتونو په اړه خبرې وکړې، او د دغو فرصتونو پر سمې او اغېزمنې ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ.

د ازموینې په پای کې ګډونوالو محصلینو د اسلامي امارت له مسؤلینو مننه وکړه او ویې ویل، چې دا ډول ازموینه د ټولنې اصلاح او د ځوانانو زده کوونکو پر ذهني ودې باندې مثبت اغېز لري.

د یادونې وړ ده، چې د ازموینې په پای کې لسو غوره او ممتازو محصلینو ته د اړوندو ادارو له لوري جایزې هم ورکړل شوې.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

پروان کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ ګڼې فرمان په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې

پروان کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ ګڼې فرمان په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې

پروان ولایت کې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د پروان پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

پروان پوهنتون کې د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼې د فرمان په اړه ازموینه واخیستل شوه.

پروان پوهنتون کې د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼې د فرمان په اړه ازموینه واخیستل شوه.

 د پروان پوهنتون د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۵۹
Background image

د پروان پوهنتون پنځو استادانو د ادبیاتو، ژبپوهنې او قراني علومو په اړه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل

د پروان پوهنتون پنځو استادانو د ادبیاتو، ژبپوهنې او قراني علومو په اړه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل

د پروان پوهنتون د علمي کادر پنځو غړو د عرفاني ادبیاتو، ادبي تیورۍ، د معاصر شعر سبک. . .

BACK TO NEWS