پروان پوهنتون کې د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼې د فرمان په اړه ازموینه واخیستل شوه.

Publications
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۱۲
خبر

پروان پوهنتون کې د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼې د فرمان په اړه ازموینه واخیستل شوه.

 د پروان پوهنتون د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ولسي جرګو اړوند فرمان په اړه ازموینه واخیستل شوه. دغه ازموینه د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د پروان پوهنتون او د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه همکارۍ ترسره شوه.

 د یاد فرمان اړوند کتابونه او درسي مواد محصلانو ته وېشل شوي وو، څو د مطالعې او چمتووالي لپاره کافي وخت ولري. له لس ورځنۍ مطالعې وروسته، نن د پروان پوهنتون په انګړ کې له ۶۵۰ محصلانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

د دې پروګرام موخه د محصلانو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ دودول، د شرعي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه د پوهاوي لوړول او د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي لپاره د ځوانانو هڅول بلل شوي دي.

د پروان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمر د دې پروګرام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې ډول ازموینو موخه یوازې د محصلانو د معلوماتو ارزول نه دي، بلکې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ پیاوړتیا، د شرعي لارښوونو په اړه د پوهاوي لوړول او د ټولنې د اصلاح لپاره د هغوی هڅول هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې مطالعه د ځوانانو په فکري او علمي وده کې مهم رول لري او د ټولنې د اصلاح لپاره اړینه ده چې ځوانان د دیني او ټولنیزو موضوعاتو په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، د دې ډول پروګرامونو له لارې محصلان هڅول کېږي چې د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت وپېژني او د ټولنې په مثبت بدلون کې رغنده ونډه واخلي.

په دې ازموینه کې لسو غوره ګډونوالو ته د هغوی د هڅونې او د مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه به جایزې ورکړل شي. په اعلان شویو جایزو کې کمپیوټرونه، موبایلونه او نغدي پیسې شاملې دي.

د پروګرام تنظیموونکي تمه لري چې د دې ډول علمي او فرهنګي فعالیتونو دوام به د محصلانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي او ځوانان به د ټولنې په فکري او فرهنګي پرمختګ کې فعالې ونډې اخیستو ته وهڅوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

پروان پوهنتون کې د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼې د فرمان په اړه ازموینه واخیستل شوه.

پروان پوهنتون کې د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼې د فرمان په اړه ازموینه واخیستل شوه.

 د پروان پوهنتون د ۶۵۰ محصلانو ترمنځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۵۹
Background image

د پروان پوهنتون پنځو استادانو د ادبیاتو، ژبپوهنې او قراني علومو په اړه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل

د پروان پوهنتون پنځو استادانو د ادبیاتو، ژبپوهنې او قراني علومو په اړه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل

د پروان پوهنتون د علمي کادر پنځو غړو د عرفاني ادبیاتو، ادبي تیورۍ، د معاصر شعر سبک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۴۰
Background image

پروان پوهنتون کې د وینا فن یو ورځنی سمینار تر سره شو

پروان پوهنتون کې د وینا فن یو ورځنی سمینار تر سره شو

د پروان پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د محصلانو لپاره د وینا فن په اړه تر «د وینا فن، د شخصیت ظهور» نامه لاندې یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS