د پروان پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی
. د راډیو- ټلویزیون څانګه
د راډیو- ټلویزیون څانګه د ژورنالیزم پوهنځي له تاسیس سره سم په ۱۳۹۲ لمریز کال کې خپل فعالیت پیل کړ. دا مهال دا څانګه څلور تخصصي علمي کادر بستونه لري.
لیدلوری
د راډیو- ټلویزیون څانګه هڅه کوي چې د معیاري تدریس، اغېزمنو څېړنو او مسلکي خدمتونو له لارې د هېواد د ژورنالیزم په ټولنه کې خپل ځای د یو اغېزمن او معیاري څانګې په توګه تثبیت کړي. همدارنګه غواړي د معاصرو ټکنالوژیو په رڼا کې مسلکي ژورنالیستان وروزي.
مأموریت
دا څانګه د تدریسي اسانتیاوو برابرولو، د څېړنې زمینې برابرولو او عملي تولیدي طریقو د پلي کولو له لارې د محصلینو د زده کړې او د ټولنې د پرمختګ لپاره هڅه کوي. همدارنګه غواړي داسې مسلکي ژورنالیستان وروزي چې د خلکو سترګې او غوږونه وي او د سالمې او له فساد څخه پاکې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.
ارزښتونه
دا څانګه خپل پروګرامونه د ملي او اسلامي ارزښتونو، اساسي قانون او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژۍ پر بنسټ تنظیم او عملي کوي:
- د اکاډمیک اصولو او ازادیو پابندي
- د اسلامي علومو او کلتور پراختیا
- د ملي یووالي پیاوړتیا
- د ملي هویت پیاوړتیا
- د اخلاقي ارزښتونو پراختیا
- مسؤلیت منل
- پرمختګ او انکشاف
موخې
د دې څانګې اساسي موخه د راډیو- ټلویزیون په برخه کې د مسلکي ژورنالیستانو روزنه ده. فارغان کولی شي په لاندې برخو کې کار وکړي:
- د راډیويي پروګرامونو تخنیکي او تولیدي چارې
- د ټلویزیوني پروګرامونو تخنیکي او تولیدي چارې
- د سکریپټ لیکنه او د پروګرامونو چلول
- د فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو تولید
همدارنګه محصلین د لاندې دندو لپاره چمتو کېږي:
- راډیو ژورنالیست
- ټلویزیون ژورنالیست
- د مرکو چلوونکی
- د خبرونو ویاند
- پروډیوسر
- ډایرکټر
- د غږ او انځور وسایلو کارولو مهارت
- د عامه اړیکو مسؤل
- د رسنیو د تولید او نشر په برخه کې مهارتونه ترلاسه کول
د تدریس طریقې
د دې څانګې استادان د ژورنالیزم نظري او عملي اړخونو ته ځانګړې پاملرنه کوي:
- د درسي کتابونو، موادو او انټرنېټي سرچینو کارول او تدریس د لکچر، پاورپواینټ او بحث له لارې
- عملي مضامین د سیمینارونو په بڼه تدریس کېږي
- نظري او عملي درسونه یو ځای تنظیم کېږي
- محصلینو ته د خبرونو او راپورونو لیکلو عملي دندې ورکول کېږي
- د صنفونو وېش په کاري ګروپونو کې
- د محصلینو سیمینارونه او کورنۍ دندې
- د پوښتنو طرحه کول او بحثونه
- علمي سفرونه د رسنیو ادارو ته
- د تدریس د ښه والي لپاره له محصلینو سره مشورې
د مجلو او رسنیزو خپرونو په چمتو کولو کې د محصلینو هڅونه، د ژورنالیزم اساسي دندو لپاره: اطلاع ورکول، ښوونه، تفریح او اعلانونه.