د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې «ادبیات د مصنوعي ځيرکتیا په عصر کې» کې سمینار وړاندې شو
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې «ادبیات د مصنوعي ځيرکتیا په عصر کې» کې سمینار وړاندې شو
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د څانګو د میاشتنیو سمینارونو په لړ کې د انګلیسي څانګې د کادري غړي پوهنیار عبدالواسع بېګزاد له لوري په اوسني عصر کې ادبیات او مصنوعي ځیرکتیا په نوم یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
د پوهنځي رئیس پوهنوال حبیب الله کاشفي په خپله پرانېستونکې وینا کې د ادبیاتو او ټکنالوژۍ پر اړیکه او محصلانو ته د دا ډول موضوعاتو پر ارزښت خبرې وکړې او محصلین یې له ټکنالوژۍ څخه مثبتې او سالمې استفادې ته وهڅول. ورپسې پوهنیار بیګزاد خپل سمینار وړاندې کړ او په اوسني عصر کې یې د داستانونو د ایجاد پر سرچینو، انساني عواطفو او مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالو پوهانو او ادبیانو نظرونه وړاندې کړل.
په نوموړي پسې د پښتو څانګې د څلورم ټولګي محصل احسان الله قاسمي د تېرې میاشتې د سمینار راپور وړاندې کړ او په وروستۍ برخه کې پوهنمل خلیل الله توحیدیار د غونډې اروزنې ته وبلل شو. نوموړي محصلانو ته د دا ډول موضوعاتو وړاندې کول اړین وبلل او زیاته یې کړه چې محصلین باید ادبي موضوعات خپله ایجاد کړي او په غني کولو کې یې له مصنوعي هوش او ټکنالوژۍ ګټه واخلي.
د پروان پوهنتون د خپرونو دفتر
