د پروان پوهنتون علمي شورا دښاغلي ډاکټر محمد کاظم په مشرۍ دایره شوه. 

parwan_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۲۴

د پروان پوهنتون علمي شورا دښاغلي ډاکټر محمد کاظم په مشرۍ دایره شوه. 
نن یکشنبه د تلې میاشتې په ۳۰ مه نېټه له غرمې مخکې د پروان پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر محمد عزیز کاظم په مشرۍ د پوهنتون علمي شورا جوړه شوه، په غونډه کې د علمي چارو مرستیال ډاکټر عبدالحق حنیف، د مالي او اداري مرستیال قاري برکت الله حنفي، د پو هنځیو رئیسانو او د علمي شورا  دایمي غړو ګډون کړی ؤ چې په مطروحه اجنډاوو بحث او پریکړې وشوې. 
لومړی د پروان پوهنتون رئیس ډاکټر محمد عزیز کاظم د دې شورا پخوانیو پرېکړو ته کتنه وکړه او په ورته‌وخت کې یې ځینې مهم او بنسټیز ټکي په ګوته کړل چې په دې میاشت کې د محصلینو د ودې او پرمختګ لامل شوي دي او تأکید یی وکړ چې د دې پوهنتون له لارې به محصلینو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي. 
ورپسې د ١٤ ماده ییزې اجنډا اړوند لازمې خبرې او پرېکړې وشوې چې د استادانو د عملي ترفیع د تثبیت، د سمستر آزموینو د پیل په څرنګوالی او د ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازم تصامیم ونیول شول. 
 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۴۳
Background image

سیستم ذخیره و تصفیه آب آشامیدنی ۵۸۰۰ دالری با ظرفیت ۲۵۰۰ لیتر در ساعت در پوهنتون پروان به بهره‌برداری سپرده شد

سیستم ذخیره و تصفیه آب آشامیدنی ۵۸۰۰ دالری با ظرفیت ۲۵۰۰ لیتر در ساعت در پوهنتون پروان به بهره‌برداری سپرده شد

قبل ازظهر امروز یک‌نشبه 11 اسد، سیستم ذخیره و تصفیه آب آشامیدنی به ارزش ۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۴
Background image

آغاز برنامه ۹ ماهه سوادآموزی برای ۳۱ تن از کارکنان خدماتی پوهنتون پروان

 

آغاز برنامه ۹ ماهه سوادآموزی برای ۳۱ تن از کارکنان خدماتی پوهنتون پروان

برنامه سوادآموزی برای ۳۱ تن از کارکنان خدماتی پوهنتون پروان، در چارچوب تفاهم‌نامه میان وزارت‌های تحصیلات عالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې «ادبیات د مصنوعي ځيرکتیا په عصر کې» کې سمینار وړاندې شو

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې «ادبیات د مصنوعي ځيرکتیا په عصر کې» کې سمینار وړاندې شو

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د څانګو د میاشتنیو سمینارونو په لړ کې د انګلیسي څانګې. . .

BACK TO NEWS