د پروان پوهنتون د رئیس ښاغلي دوکتور مولوي محمد عزیز کاظم ژوندلیک

ښاغلی دوکتور مولوي محمد عزیز کاظم، د الحاج محمد کاظم طارق زوی، په ۱۳۶۴ لمریز کال د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د ملایي کلي په یوه متدینه، علم‌ پالونکې او مجاهده کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې په عبدالستار شهید ښوونځي کې په بریالیتوب سره بشپړې کړې او وروسته یې خپلو ثانوي زده‌کړو ته د امام ابوحنیفه رحمه‌الله په مدرسه کې دوام ورکړی او په ممتاز درجه ورڅخه فارغ شوی دی.

له زده‌کړې سره د هغه ژوره مینه او لېوالتیا د دې لامل شوه چې لوړو زده‌کړو ته مخه کړي. د همدې لېوالتیا په بهیر کې یې په ۱۳۸۹ لمریز کال د اسلام‌اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې د لېسانس دوره په بریالیتوب سره بشپړه کړه، دا چې لوړې کادرې نومرې، وړتیا او لېوالتیا یې درلوده، زده کړو ته یې دوام ورکړ، په ۱۳۹۳ لمریز کال یې په همدې پوهنتون کې ماسټري وکړه او تر څنګ یې په ۱۳۹۴ لمریز کال د حدیثو دوره هم پای ته ورسوله.

ښاغلي کاظم  خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړ او په ۱۴۰۳ لمریز کال یې د اسلام‌اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د دوکتورا سند په اخیستلو سره په خپله تخصصي برخه کې د تحصیلي زده‌کړو تر ټولو لوړه درجه حاصل کړه.

ښاغلی دوکتور مولوي محمد عزیز کاظم د اسلامي امارت له فتحې سره سم له پنځو کلونو راهیسې د پروان پوهنتون د رئیس په توګه دنده تر سره کوي، چې په دې موده کې یې په پوره ژمنتیا، اغېزناک مدیریت او د تحصیلي کیفیت د لوړولو او علمي فعالیتونو د پراختیا په برخه کې غوره تحصیلي او مدیریتي لاسته راوړنې در لودلې دي. د نوموړي د همدې هڅو او تجربو په رڼا کې دغه علمي بنسټ د پام وړ پرمختګ کړی او د هېواد د پوهنتونونو په لړ کې یاد او ځلانده نوم لري.

له لوی او متعال خدای ﷻ څخه نوموړي ته د روغتیا، توفیق او لا ډېرو مسلکي بریاوو هیله کوو، څو د اسلامي ټولنې د علمي بډاینې، لوړو زده کړو او ځوانانو ته د خدمت په برخه کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.