د لوړو زده کړو وزارت ځانګړې رهبري شورا ناسته د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس څنډه کې، په کندهار پوهنتون کې ترسره شوه

Publications
Thu, Apr 24 2025 12:01 PM
خبر

https://www.facebook.com/share/p/18Mqtk7BvS/

د لوړو زده کړو وزارت ځانګړې رهبري شورا ناسته د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس څنډه کې، په کندهار پوهنتون کې ترسره شوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ د یاد وزارت رهبري شورا ناسته کې د مرکزي ادارو رییسانو تر څنګ، د امارتي تحصیلي نهادونو رییسانو هم ګډون درلود.

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه شورا ځانګړې وبلله او ویې ویل چې ګډونوال به یې د افغانستان د تحصیلي نظام د خیر او پرمختګ لپاره خپل نظرونه او مشورې سره شریکې کړي.

محترم شیخ صاحب وویل: «د انسان فطرت دی چې په چارو کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي او لاسته راوړنې لري او دا هغه وخت شونې ده، چې د هرې برخې مسوولین خپلو مسوولیتونو ته متوجه وي او اخلاص ولري.»

د لوړوزده کړو سرپرست وزیر د پوهنتونونو رییس صاحبان لومړني مسوولین یاد کړل او زیاته یې کړه چې هغوی باید د پوهنتونونو ستونزې په ګوته او له موږ سره شریکي کړي، څو په خپل وخت رسېدنه ورته وشي.

دغه راز نوموړي د سیاسي نظام په اړه د شورا د غړو په لا ښه پوهاوي، د ا.ا.ا د مشرتابه فرامینو ته جدي پاملرنې، د بې ځایه لګښتونو مخنیوي او د استادانو په ظرفیت لوړونې ټینګار وکړ او په اړه یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

دغه راز له اجنډا سره سم د امارتي پوهنتونونو د ماسټري او دوکتورا برنامو د ازموینې پر لارښود د هېواد په کچه د خاورې د حاصلخېزۍ نقشې جوړولو، په بېلا بېلو ادارو کې محصلینو ته د عملي کارونو زمینې برابرولو او ورته یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو د شورا د ګډونوالو تر منځ بحث او نظرونه وړاندې شول او اړینې پرېکړې وشوې.

 

Latest news

Mon, Nov 20 2023 9:43 AM
Background image

878 تن از27 رشته‌ی تحصیلی روزانه و شبانه‌ی پوهنتون پروان فارغ التحصیل شدند.

محفلی با شکوهی که به مناسبت فارغ التحصیلان این نهاد علمی امروز یکشنبه 28 عقرب در پوهنتون پروان دایر گردیده بود در آن محترم مولوی دکتور لطف الله خیرخواه معین امور علمی وزارت تحصیلات عالی. . .

Tue, Oct 17 2023 1:42 PM
Background image

گشایش ارگ‌ شاهی جبل السراج پروان بروی بازدیدکنند‌گان داخلی و خارجی

گشایش ارگ‌ شاهی جبل السراج پروان بروی بازدیدکنند‌گان داخلی و خارجی

ارگ‌ شاهی ولسوالی جبل السراج ولایت پروان امروز یکشنبه ۲۳ میزان، با حضور برخی از مقامات مرکزی و مسئولان دولتی محلی. . .

Mon, Oct 10 2022 3:40 PM
Background image

جلسه‌ی اداری با کارمندان واحد اداری دایر شد.

پس از چاشت امروز( سه سنبه 12 میزان 1401 )جلسه‌ی اداری به رهبری محترم قاری برکت الله حنفی معاون مالی و اداری و نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات  عالی برای ولایت  پروان  با شماری از آمرین. . .

BACK TO NEWS