Faculty of Sharia

د پروان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت دیپارتمنت لنډه پېژندنه

د اسلامي ثقافت دیپارتمنت د پروان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې فعالیت کوي. دغه دیپارتمنت د لوړو زده‌ کړو محترم وزارت  عالي شورا د (۷) شمېرې مصوبې له مخې، د۲۱/۳/ ۱۴۴۳هـ ق د  نېټې سره سم، چې د ۵/۸/۱۴۰۰هـ ش دنېټې سره برابره ده، د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌ کړو وزارت له لوري د پروان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوی دی.

د اسلامي ثقافت دیپارتمنت د پوهنتون د تحصیلي جوړښت په چوکاټ کې د یو رسمي علمي او تعلیمي دیپارتمنت په توګه، د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس مسؤلیت پر غاړه لري. دغه دیپارتمنت د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري ټاکل شوي معیاري کریکولم سره سم د درسي نصاب د ترتیب او تطبیق له لارې، د علمي، تربیوي او فرهنګي موخو د تحقق لپاره هڅې کوي.

د اسلامي ثقافت دیپارتمنت د خپل علمي مأموریت پر بنسټ، د عقیدې، اخلاقو، عبادت، سیاست، اقتصاد او اسلامي تمدن اړوند مضامین د پوهنتون په کچه تدریس کوي او خپلې تعلیمي خدمتونه د پروان پوهنتون ټولو پوهنځیو ته وړاندې کوي. دغه دیپارتمنت د مسلکي او علمي کادرونو په ګټې اخیستنې سره هڅه کوي چې د محصلینو د شرعي پوهاوي، فکري ودې او اخلاقي روزنې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

لیدلوری (Vision)

د اسلامي ثقافت دیپارتمنت موخه دا ده چې د شرعي مضامینو په برخه کې د معیاري زده‌کړو، علمي او څېړنیزو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې، د اسلامي ارزښتونو او د افغاني ټولنې د اړتیاوو سره سم، د اسلامي علومو په ډګر کې د یو معتبر علمي مرکز په توګه وپېژندل شي.

مأموریت (Mission)

د اسلامي ثقافت دیپارتمنت د یوه علمي او څېړنیز مرکز په توګه، د چاپېریالي فرصتونو، معاصرې ټکنالوژۍ، علمي ظرفیتونو او مسلکي بشري ځواک په اغېزمنه ګټه اخیستنې سره، د اسلامي ارزښتونو او د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د ځوان نسل او متخصصو کادرونو د روزنې او تعلیم ژمنتیا لري.

اساسي ارزښتونه

د اسلامي ثقافت دیپارتمنت د خپل رسالت د تحقق، یعنې د ژمنو، باخبره او اغېزمنو کادرونو د روزنې، او د خپلو علمي، تعلیمي او فرهنګي مأموریتونو د ترسره کولو په موخه، لاندې لوړو ارزښتونو ته ژمنتیا لري:

۱. پر لوړو اسلامي ارزښتونو ایمان او ژمنتیا؛

۲. د اسلامي ثقافت او فرهنګ د ترویج ژمنتیا؛

۳. د اسلامي اخلاقو د ارزښتونو پیاوړتیا او پراختیا؛

۴. د ورورولۍ د روحیې ټینګښت او متقابل درناوی؛

۵. مسؤلیت‌ پذیري او له یو بل سره همکاري؛

۶. د شرعي علومو او اسلامي ثقافت په برخه کې علمي او څېړنیز پرمختګ ته ژمنتیا؛

۷. د معاصرو تدریسي طریقو په کارولو سره کیفیت‌محوره زده‌کړه؛

۸. د ټولنې د علمي او فرهنګي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د استادانو او محصلانو د علمي ظرفیتونو پراختیا؛

۹. د اسلام په اعتقادي، عبادي، اخلاقي، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ابعادو کې د محصلانو متوازنه روزنه؛

۱۰. د اسلامي زده‌کړو د سمې روزنې له لارې د محصلانو د فکري او اعتقادي انحرافاتو څخه ساتنه؛

۱۱. د ټولنې او اسلامي نظام د خدمت لپاره د وړ اشخاصو روزنې ته ژمنتیا؛

۱۲. د سمع او طاعت اصل ته التزام.

اساسی موخې

د پروان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت دیپارتمنت ، د دې لپاره فعالیت کوي چې د محصلانو ترمنځ اسلامي مفاهیم او ارزښتونه ترویج او تدریس کړي، او د اسلامي ثقافت په ډګر کې یو باخبره، ژمن او متخصص نسل وروزي.

عمومي موخې

۱. د محصلانو اسلامي روزنه او د هغوی د ديني، اخلاقي او فکري شخصیت هر اړخیزه وده؛

۲. د اسلامي عقیدې، عبادت، اخلاقو، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ابعادو کې د اسلامي اساسي موضوعاتو سره د محصلانو بلدتیا، د معتبرو اسلامي منابعو پر بنسټ؛

۳. د لوستې ځوان نسل د دیني باورونو او اصیلو اسلامي ارزښتونو سره د اړیکې پیاوړتیا؛

۴. د محصلانو له لارې په علمي او ټولنیزو چاپېریالونو کې د اسلامي ثقافت او ارزښتونو پراختیا؛

۵. د اسلامي تمدن پېژندنه او د محصلانو د شخصیت په جوړښت کې د هغه د ځای او رول په اړه پوهاوی؛

۶. د ځوانانو د افکارو روښانتیا او له فکري، فرهنګي او اعتقادي انحرافاتو څخه د هغوی ساتنه؛

۷. د ژمنتیا، مسؤلیت‌ پذیرۍ او اسلامي اخلاقو د روحیې روزنه په محصلانو کې؛

۸. د ټولنې د خدمت لپاره په علمي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د ژمن، صالح او اغېزمن بشري ځواک روزنه؛

۹. د محصلانو په فردي او ټولنیز ژوند کې د اسلامي ښوونو د عملي تطبیق لپاره د زمینې برابرول.