پروان پوهنتون کې د "امارت پيژندنې " تر سرلیک لاندې د کتاب لوستلو د آزموینې پایلې اعلان شوې. 

parwan_admin
Wed, Oct 04 2023 9:39 AM
پروان پوهنتون کې د "امارت پيژندنې " تر سرلیک لاندې د کتاب لوستلو د آزموینې پایلې اعلان شوې. 

پروان پوهنتون کې د "امارت پيژندنې " تر سرلیک لاندې د کتاب لوستلو د آزموینې پایلې اعلان شوې. 
نن دوشنبه د تلې (میزان)  د میاشتې پر لسمه مخکې له غرمې  پروان پوهنتون کې د "امارت پیژندنې " تر عنوان لاندې د کتاب لوستلو سیالۍ د پایلو د اعلان په مناسبت غونډه جوړه شوه. 
په غونډه کې د پوهنتون رئیس محترم  ډاکتر محمد عزیز "کاظم "، د علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او په سلګونو زده کړیالانو ګډون درلود. 
د پروان پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور محمد عزیز کاظم د ارشاد او دعوت له آمر څخه د قدردانۍ تر څنګ زیاته کړه چې د دې سیالیو موخه د زده کړیالانو فعال ګډون له  نظام څخه د ملاتړ او د نظام له موخو او تګلارو په اړه د زده کړیالانو پوهاوی دی او تر څنګ یې د سیالیو په موخه د ګڼ شمېر کتابونو د چاپ پر ګاڼه ښکلولو سپارښتنې هم وکړې. 
د غونډې په لړ کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد علیم مجددی وویل: د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې د سمې لارې غوراوی کولای شي چې ځوانان سمې لارې ته و هڅوي، چې ورته برنامې یې بیلګې ګڼلی شو. 
له دې ټولو سره سره د علمي چارو مرستیال ډاکتر عبدالحق حنیف وویل چې په دې اداره  کې به د دیني علومو زده کړه، د الهي کلام ژباړه او تفسیر په خاصه توګه استادانو، زده کړیالانو او اداري کارمندانو لپاره  د اصلاح او سمونې برنامې د واحدې ادارې د جوړولو په پار جوړېږي، دا سیالۍ د یادو پروګرامونو یوه برخه ده او د دغو سیالیو د پیل پر پراختیا يې ټینګار وکړ.

په وروستۍ برخه کې د آزموینې پایلې اعلان شوې چې نجیب الله فیضي لومړی مقام، یحیی او جان محمد دویم مقام،  فرامرز درېیم او باقر څلورم مقام په خپلولو سره پر ستاینلیکونو ونازول شول چې د دې سیالیو له  ګډون کونکو څخه وو،  د پوهنتون د رهبرۍ له لوري د نقدي امتیازاتو په ورکولو سره لا و هڅول شول. 
د یادونې وړ ده،چې دغه سیالۍ تېره اونۍ د پروان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت لخوا په لاره اچول شوې وه، چې له لسګونو پوهنځیو څخه په لسګونو زده کړیالانو پکې برخه اخیستې وه. 
 

Latest news

Mon, Nov 20 2023 9:43 AM
Background image

878 تن از27 رشته‌ی تحصیلی روزانه و شبانه‌ی پوهنتون پروان فارغ التحصیل شدند.

محفلی با شکوهی که به مناسبت فارغ التحصیلان این نهاد علمی امروز یکشنبه 28 عقرب در پوهنتون پروان دایر گردیده بود در آن محترم مولوی دکتور لطف الله خیرخواه معین امور علمی وزارت تحصیلات عالی. . .

Tue, Oct 17 2023 1:42 PM
Background image

گشایش ارگ‌ شاهی جبل السراج پروان بروی بازدیدکنند‌گان داخلی و خارجی

گشایش ارگ‌ شاهی جبل السراج پروان بروی بازدیدکنند‌گان داخلی و خارجی

ارگ‌ شاهی ولسوالی جبل السراج ولایت پروان امروز یکشنبه ۲۳ میزان، با حضور برخی از مقامات مرکزی و مسئولان دولتی محلی. . .

Mon, Oct 10 2022 3:40 PM
Background image

جلسه‌ی اداری با کارمندان واحد اداری دایر شد.

پس از چاشت امروز( سه سنبه 12 میزان 1401 )جلسه‌ی اداری به رهبری محترم قاری برکت الله حنفی معاون مالی و اداری و نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات  عالی برای ولایت  پروان  با شماری از آمرین. . .

BACK TO NEWS