چهارشنبه د تلې میاشتې په ٢٦ نېټه پروان پوهنتون کې د کرني پوهنځي د استادانو تر څارنې لاندې د یاد پوهنځي په څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د څو ډوله هنګ بوټو کرلو تجربه وروښودل شوه. 

parwan_admin
Sun, Oct 22 2023 9:20 AM
چهارشنبه د تلې میاشتې په ٢٦ نېټه پروان پوهنتون کې د کرني پوهنځي د استادانو تر څارنې لاندې د یاد پوهنځي په څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د څو ډوله هنګ بوټو کرلو تجربه وروښودل شوه. 

چهارشنبه د تلې میاشتې په ٢٦ نېټه پروان پوهنتون کې د کرني پوهنځي د استادانو تر څارنې لاندې د یاد پوهنځي په څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د څو ډوله هنګ بوټو کرلو تجربه وروښودل شوه. 

د کرنې پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالجبارچرخي وویل، چې د کرنې پوهنځي څېړنیز مرکز تل د تجربو د تر لاسه کولو په لټه کې وي، چې د پروان ولایت باغدارانو ته دا معلومات ورکړي چې د پروان په خاوره کې کوم ډول ورایټي د ډېرو حاصلاتو سبب کېږي. 

په ورته وخت کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد علیم مجددي له زده کړیالانو او استادانو څخه مننه وکړه او  زیاته يې کړه چې د لسګونو پوهنځیو زده کړیالانو ته د لا ښې زده کړې زمینه مساعده شي او هڅې رواني دي چې دغه بهیر د لسګونو پوهنځیو د زده کړیالانو لپاره  لا زیات شي. 

په ورته وخت کې د زده کړیالانو د دغې ډلې مرستیال استاد پوهنیار عبدالعلیم عثماني وویل، چې په دغه څېړنیز مرکز کې دوی هر کال د زده کړیالانو د ښې روزنې او تر ټولو زیات د پېژندنې په موخه لسګونه مېوې، سبزيجات، او حبوبات تجربه کوي، چې نن د کرنیزو خدمتونو د وړاندې کولو د یوې مؤسسې په مرسته د هنګ د بېلابېلو ډولونو څه د پاسه زر (۱۰۰)  نیالګي کېنول شوي، تر څو د پروان په چاپيریال کې د تولید شویو ميوو ډول معلوم شي. 

له بلې خوا یو تن زده کړیال عین الدین په خوښۍ سره زیاتوي، چې دا ډول تجربې او عملي درسونه د زده کړیالانو د د پوهې د لوړولو لامل ګرځي. 
 

Latest news

Wed, Jul 09 2025 11:12 AM
Background image

سفر سیر علمی گروهی از استادان و کارمندان پوهنتون هلمند به پوهنتون پروان

سفر سیر علمی گروهی از استادان و کارمندان پوهنتون هلمند به پوهنتون پروان

قبل از ظهر امروز چهارشنبه ۱۱ سرطان، تیم ۱۵ نفره‌ای از اعضای کادری و اداری پوهنتون هلمند در قالب یک سفر سیر علمی. . .

Wed, Jul 09 2025 11:08 AM
Background image

آغاز روند ارزیابی سالانه 22 تن از کارمندان اداری پوهنتون پروان

آغاز روند ارزیابی سالانه 22 تن از کارمندان اداری پوهنتون پروان

در راستای بهبود کیفیت خدمات اداری و ارتقای ظرفیت کاری، روند ارزیابی سالانه‌ی کارمندان اداری پوهنتون پروان امروز با حضور. . .

Mon, Nov 20 2023 9:43 AM
Background image

878 تن از27 رشته‌ی تحصیلی روزانه و شبانه‌ی پوهنتون پروان فارغ التحصیل شدند.

محفلی با شکوهی که به مناسبت فارغ التحصیلان این نهاد علمی امروز یکشنبه 28 عقرب در پوهنتون پروان دایر گردیده بود در آن محترم مولوی دکتور لطف الله خیرخواه معین امور علمی وزارت تحصیلات عالی. . .

BACK TO NEWS